د جلاوطنۍ حکومت او له اوسني ناورین څخه په وتلو کی د ولس د ونډې په اړه د افغانستان د آزادي ملي ګوند دریځ
نېټه: ۲۴ سنبله ١۴۰۳ شمېره: ۱۴ بسم الله الرحمن الرحیم د افغانستان د اوسني ژور بحران په پام کې نیولو سره، چې زموږ ګران هیواد یې له سختو ستونزو سره مخ کړی دی، او دا چی د طالبانو رژیم په دې نه دی توانېدلی چې د خلکو اساسي اړتیاوو ته ځواب ووايي، په دې وروستیو…