د افغانستان د آزادي ملي ګوند د ټولو هېوادوالو په هکله د تاریخي او ملي مسوولیت په درک سره پر دې باور دی چې د هېواد راتلونکی یوازې هغه مهال روښانه او هیله‌بښونکی کېدی شي چې ټول قشرونه او قومونه، په ځانګړې توګه هوډمن ځوانان، پیاوړې مېرمنې، ژمن روڼ‌اندې، جید علما، ګمنامه مجاهدین، پخواني نظامیان، او د ټولنې سیمه‌ییز مشران په پراخه توګه برخه واخلي. د آزادي ملي ګوند تل هڅه کړې چې داسې یوه فضا برابره کړي چې پکې د خاموش اکثریت غږ واورېدل شي او د افغانستان ټول وګړي په عادلانه او برابر ډول د داسې یو ولسواک نظام د جوړولو ضمانت ورکړي چې د ټولنیز عدالت او د ملي یووالي پر بنسټ ولاړ وي.

د افغانستان د آزادي ملي ګوند بنسټیز اصول، چې د دې ګوند ټول اهداف او تګلارې پرې ولاړې دي، عبارت دي؛ له دیني ارزښتونو څخه د هر ډول ابزاري کارونې مخنیوی، د وګړیزو حقونو او آزادیو ته ژمنتیا، د یوه عادلانه ټولنیز او اقتصادي نظام بیا احیا، مسلکي وړتیا ته لومړیتوب ورکول، او له هر ډول تبعیض، تعصب او افراط‌ ګرۍ څخه ډډه کول.

د افغانستان د آزادي ملي ګوند پر دې ټینګ باور لري چې هوډمن ځوانان، پیاوړې ښځې، او ملت جوړوونکي روڼ‌اندي او نور موثر او ژمن اقشار کولای شي د بدلون بنسټیز محرک ځواک وي او د افغانستان د روښانه راتلونکي په جوړولو کې کلیدي رول ولوبوي.

سره له دې چې د افغانستان د آزادي ملي ګوند د ټولو سیاسي، ټولنیزو او مدني هڅو، په شمول د افغانستان د ژغورنې د ملي مجمع ائتلاف، قدردانی کوي، د رهبرۍ شورا تر ژورو ارزونو وروسته دې پایلې ته ورسېده چې د دې ګوند ځینې لیدلوري او تګلارې په مهمو برخو کې د دې ائتلاف له چوکاټونو سره بشپړه همغږي نه لري. له همدې امله، د دې ائتلاف ټولو غړو او مشرانو ته د درناوي په ساتلو سره، پرېکړه وشوه چې د افغانستان آزادي ملي ګوند به په دې ائتلاف کې ګډون نه کوي. دغه پرېکړه د دې اعلامیې له لارې په رسمي ډول د افغانستان ولس ته وړاندې کېږي.

دغه پرېکړه د دې لپاره شوې چې د افغانستان د آزادي ملي ګوند سیاسي خپلواکي وساتل شي او د هغو تګلارو د پیاوړتیا لپاره کار وشي چې د ټولو وګړو په ځانګړې توګه د ښځو، ځوانانو او روڼ‌اندو او نورو موثر او ژمنو اقشارو په اغېزمن ګډون ټینګار کوي. ګوند باور لري چې د افغانستان د اوسني تاریخي وضعیت اړتیا د داسې نويو ائتلافونو جوړېدل دي چې د ولسواکۍ، عدالت او د وګړو پر مساوي حقونو ولاړ وي.

د افغانستان د آزادی ملي ګوند ټولو هېوادوالو ته دا پیغام ورکوي چې دا ګوند د ټولو افغانانو لپاره یو کور دی؛ داسې ځای چې پکې د دوی نظریات، وړتیاوې او هڅې د داسې یو هېواد د جوړولو لپاره په کار لوېږي چې له تبعیض، تعصب، افراط‌ ګرۍ او فساد څخه پاک وي. یو داسې هېواد چې ټول اوسېدونکي یې ځانونه د آزادۍ، عزت او واک له مخې د هغه ریښتیني مالکین وګڼي.

 

د افغانستان د آزادي ملي ګوند رهبري شورا