نیټه: ۲۵ زمرۍ ۱۴۰۳
شمېره: ۱۱
دلوی او بښونکي خدا په نامه
ګرانو وطنوالو، خوېندو او ورونو!
درې کاله وړاندې د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه د هیواد په معاصر تاریخ کې د یو ویرونکي ناورین او پیښې شاهدان وو. په دغه ورځ د جمهوریت نظام د یو ملي او نړیواله شرمېدلې معاملې په نتیجه کې له منځه لاړ، او د طالب په نامه یوه تندلاره ډله واک ته ورسېده. دغه استخباراتي ډله چې د ځینو مغرضو هېوادونو او تروریستي سازمانونو په نیابت د دې مظلوم ملت پر برخلیک واکمني کوي، زرګونه جرمونه او جنایتونه چې د اسلامي او بشري حقونو ټولو ارزښتونو خلاف دي، د «اسلامي شریعت» په نوم په خلکو تحمیل کړي او لا یۍ هم کوي. ښځې، چې د هېواد نیمایي نفوس جوړوي، له خپلو ټولو حقونو چې تعلیم، تحصیل او کار پکې شامل دي، بې برخې شوې، میلیونونه انسانان له هېواده تښتېدلي او په پردیو هېوادونو کې مهاجر شوي دي. د بې ګناه خلکو وژنه او قتل، د پاک لمنو ښځو او نجونو پر عفت تېری، د شخصي او ملي اموالو غلا او سلګونه نور جنایتونه په وحشتناکه توګه دوام لري. له بده مرغه، فقر، بیکاري، ویره او وحشت د هېواد فضا نیولې او هېڅ مرجع نشته چې د دغو ټولو مصیبتونو او دردونو لپاره ځواب ویونکي وي.
ګرانو وطنوالو!
د افغانستان د آزادۍ ملي ګوند یادونه کوي چې ملګري ملتونه، نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو ځینې چارواکي، د دې ډلې په درې کلنه دوره کې ترسره شوي جنایتونه نادیده نیسي، او د انساني ارزښتونو او د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې خلاف چې په ظاهره ځانونه یې مدافع ګڼي، عمل کوي.
محترمو وطنوالو!
د افغانستان د آزادۍ ملي ګوند د ملي او نړیوال وضعیت په پام کې نیولو سره یو ځل بیا ټینګار کوي:
۱. د اوسني بحران څخه د وتلو او د هېواد د ارضي تمامیت د ساتلو لومړی انتخاب، د افغانستان د خلکو ملي خبرې اترې دی، چې باید د زغم، تحمل او یو بل منلو په روحیه ترسره شي تر څو له دې لارې ملي تفاهم ته ورسېږو. که طالبان دغه مشروع ملي او نړیوال غوښتنې ونه مني، نو بیا د افغانستان د خلکو ملي پاڅون اړین بولو.
۲. د افغانستان د آزادۍ ملي ګوند، د طالبانو د بدیل او د افغانستان د خلکو ملي پاڅون د رهبري لپاره، د یو لوی ملي چتر د جوړولو وړاندیز کوي چې ټول مطرح سیاسي ګوندونه، شوراګانې، مدني ټولنه، ټولنیزې سازمانونه او هغه مطرح سیاسي شخصیتونه پکې شامل وي چې د افغانستان په قضیه کې له ټولو اړخونو نمایندګي کوي.
۳. د افغانستان د آزادۍ ملي ګوند د طالبانو د رژیم پر ضد د ټولو قشرونو او ډلو قهرمانانه مبارزې په مننې سره، له ټولو ښکېلو اړخونو صمیمانه غوښتنه کوي چې ژر تر ژره د یو واحد محور شاوخوا راټول شي او د هېواد د آزادۍ لپاره له طالباني استبداد، سیاسي بندون، دایمي سولې او ثبات ته رسېدو، د وګړو د مساوي حقوقو او د افغانانو د آزادې ارادې پر بنسټ د یو مشروع ملي دولت د تأسیس لپاره ګډه مبارزه وکړي.
د افغانستان د آزادۍ ملي ګوند د رهبري شورا