نېټه: ۱۱ د سنبلې ۱۴۰۳ هجري لمریزکال
شمېره: ۱۲

بسم الله الرحمن الرحیم

ګرانو وطنوالو، مؤمنو او مسلمانو خوېندو او وروڼو!

افغانستان په خپل سیاسي ژوند کې د ډېر حساس او تاریخي پړاو په درشل کې ولاړ دی؛ داسې شیبې او پړاو چې کولای شي زمونږ د هېواد برخلیک په بشپړه توګه بدل کړي. تېرې او اوسنې ناکامې او ناخوالې، سره له دې چې ډېرې ترخې او ناوړه وې، خو موږ سره دا مرسته او لارښونه کوې چې له هغو ناکامیو او ناخوالو څخه زده کړه وکړو او عبرت تری واخلو، ترڅو د هېواد د راتلونکي مدیریت لپاره یو نوی او با ثباته لید لوری وټاکو.

د افغانستان د آزادۍ ملي ګوند په دی ټینګ باور لري چې د طالبانو له دورې وروسته د افغانستان راتلونکی باید پر یو نوي او پراخ روایت باندې ولاړ وي؛ داسې یو روایت چې ټولنیز عدالت، د وګړو اساسي حقونه، د بشري حقوقو درناوی، او د دین او سیاست د حوزو تقکیک په محترمانه توګه تضمین کړي.

موږ پر دې باور یو چې سپېڅلی اسلام زموږ د خلکو د عقیدې، کلتور او ملي هویت اساسي بنسټ جوړوي. اسلام تل د لارښوونې، معنویت، اخلاقو او لوړو انساني ارزښتونو سرچینه وه او همداسې به پاتې کیږي. خو له بده مرغی زمونږ په هیواد کی دا ورستیو تېرو تجربو وښودله چې ځانګړو ډلو د خپلو موخو د تحمیلولو او د واک او قدرت رسیدنې او پایښتنې لپاره د دین څخه د ابزار په توګه ناوړه استفاده وکړه، او د دې سپېڅلو ارزښتونو تحریف یې وکړ او په ټولنه کې د تفرقې او بیلتون په ابزارو بدل کړ.

له همدې امله، اړینه ده چې داسې یو بحث رامنځته کړو چې پکې اسلام د خلکو په معنوي او اخلاقي ژوند کې د یوې سپېڅلې او الهام بخښونکې سرچینې په توګه وساتل شي او له هر ډول سیاسي مداخلې او تعرض څخه چې د دین حقانیت او قداست ته زیان رسوي، مخنیوی وشي. په عین حال کې، سیاست باید د عامه ګټو پر تمرکز ولاړ وي او ټولنیز عدالت په هېواد کې تحقق ومومي.

دا نوی بحث او روایت چې باید د تېرو تجربو څخه په زده کړو ولاړ وي، وکولای شی چی افغانستان یووالي، ثبات او پرمختګ ته سوق کړي. موږ په پوره باور سره ویلې شو چې د دین او سیاست د حوزو محترمانه تفکیک، نه یوازې دا چې د دین د لوړ مقام ساتنه کوي، بلکه د دین څخه د ابزاري ناوړه استفادې مخنیوی هم کوي او د خلکو باور بیا رغوي او د حکومتي بنسټونو پیاوړتیا ته لار هواروي.

د تېرو کلونو ترخې او سختې تجربې، په ځانګړې توګه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې، دا په ډاګه کوي چې یوازې د ټولنیز عدالت پر اصولو او د دین او سیاست د حوزو د تفکیک په سمه توګه تطبیقولو سره، موږ کولای شو یو با ثباته او د وګړیتوب پر محور ولاړ افغانستان ته ورسېږو.

په دې کړند لاره کې، موږ له ټولو ګوندونو، غورځنګونو، ډلو او د ټولنې له بېلابېلو قشرونو، په ځانګړې توګه له مدني بنسټونو، عالمانو، ښځو، ځوانانو، روشنفکرانو او ټولو ملي شخصیتونو څخه غواړو چې د یووالي په روحیه او د یو ښه راتلونکي لپاره په ژمنتیا سره، په دې معقول او منطقي لوري ګام واخلي. همدارنګه له رښتینو علماؤ او دیني پوهانو څخه غواړو چې د وضعیت په درک کولو سره، او د دین څخه د ناوړه ابزاري استفادې د خطرونو په وړاندې، د خپل حکیمانه لارښوونو په مرسته د عامو خلکو ذهنونه روښانه کړي، تر څو ټول یو ځای هغه ټولنه جوړه کړو چې پکې دین او سیاست هر یو په خپل محترمانه ځای کې قرار ونیسي او خلکو ته پر خپل خپل ځای د خدمت جوګه شي.

دا کړنلاره به نه یوازې دا چې د ملي بنسټونو د استحکام سبب وګرځي، بلکی د افغانستان په وده، عدالت او پایدارې پرمختیا کې به هم اساسي ونډه ولري. موږ باور لرو چې د تېرو تجربو څخه په عبرت اخیستلو، له افراطیت سره په مقابله کولو، او په راتلونکي باندې په تمرکز کولو سره، کولای شو داسې یو افغانستان جوړ کړو چې پکې ټول وګړي د خپلې سپیڅلې عقیدې په ساتلو سره د برابر حقوقو په لرلو سره په ویاړ او عزت ژوند وکړي او نور څوک اړ نشي چی خپل ټاټوبي پریږدي.

د افغانستان د آزادۍ ملي ګوند په دې باور دی چې د ټولنې د ټولو قشرونو تر منځ معقول او رغنده بحث په لاره اچول او پراخ ګډون به اوسنیو ستونزو او ننګونو ته د معقولو لارو چارو د حل موندلو ښه وسیله وي. له همدې امله، موږ د ټولنې له ټولو برخو څخه غواړو چې په فعاله، هڅانده او مسؤلانه توګه په دې بحث کې برخه واخلي او د افغانستان د راتلونکي په جوړولو کې خپل مثبت رول ولوبوي.

د افغانستان د آزادۍ ملي ګوند د مشرتابه شورا