نېټه: ۲۳ سنبله ۱۴۰۳

شمېره: ۱۳

 

د خدای تعالی په سپیڅلي نامه

 

ګرانو هېوادوالو، ورونو او خوېندو

لکه څنګه چې تاسو خبر یاست، په دایکنډي ولایت کې د یوویشتمې پېړۍ جنایتکارانو او د بشر حقونو سرغړونکو زموږ ۱۵ تنه بې‌ګناه هزاره هېوادوال په بې‌رحمۍ شهیدان او ۶ تنه نور ټپیان کړل.

افغانستان ملي آزادۍ ګوند دا غیرانساني او د اسلامي ارزښتونو ضد عمل په کلکو ټکو غندي او دا یوه ښکاره بېلګه د نسل وژنې او بشري جنایت ګڼي.

ګرانو هېوادوالو!

افغانستان ملي آزادۍ ګوند د دې غمجنې پېښې ټولو شهیدانو ته د فردوس جنت دعا کوي او د لوی خدای له درباره ټپیانو ته عاجله شفا غواړي. سربېره پر دې، ګوند له افغانانو کلکه غوښتنه کوي چې د طالبانو د ظلم پر ضد په سیاسي منطق ولاړ مبارزه وکړي، او د یوه عقلاني او فکري محور په شاوخوا کې سره راټول شي ترڅو تکفیري ډلې له منځه یوسي. دا مبارزه باید د ولس په خوښه د حکومت د بیا راژوندي کېدو او د ټولو وګړو اساسي حقوقو د تامین لپاره وي.

همدارنګه، ملي آزادۍ ګوند له ملګرو ملتونو امنیت شورا، نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له بنسټونو جدي غوښتنه کوي چې د طالبانو ډله، چې د دې او نورو بشري جنایتونو اصلي مسوولیت پر غاړه لري، د سیاسي او مالي امتیازاتو پر ځای نړیوالې محکمې ته وسپاري.

 

د افغانستان ملي آزادۍ ګوند

رهبري شورا