نېټه: ۲۴ سنبله ١۴۰۳
شمېره: ۱۴
بسم الله الرحمن الرحیم
د افغانستان د اوسني ژور بحران په پام کې نیولو سره، چې زموږ ګران هیواد یې له سختو ستونزو سره مخ کړی دی، او دا چی د طالبانو رژیم په دې نه دی توانېدلی چې د خلکو اساسي اړتیاوو ته ځواب ووايي، په دې وروستیو کې ځینې سیاسي شخصیتونه او ډلې د “جلاوطنۍ حکومت” جوړولو نظریه مطرح کړې ده. د افغانستان د آزادي ملي ګوند، د هر اړخیزې ارزونې او ژورې سپړنې وروسته، خپل رسمي دریځ په لاندې ډول وړاندې کوي:
د افغانستان د آزادي ملي ګوند باور لري چې هر مشروع او قانوني سیاسي بدیل باید د ملي اجماع، ټولنیز عدالت، او د وګړو اساسي حقونو د تضمین پر بنسټ رامنځته شي، ترڅو سیاسي واک بېرته د افغانستان خلکو ته وسپارل شي.
د جلاوطنۍ حکومت جوړولو د نظریې د بریا شرایط او اصول:
۱. د افغانستان نړیوال مشروعیت او سیاسي اعتبار ساتل:
جلاوطنۍ حکومت، چې له هېواده بهر رامنځته کېږي، باید د افغانستان نړیوال مشروعیت او سیاسي اعتبار وساتي او د نړیوالو غونډو په کچه د افغانستان د خلکو ریښتینی استازیتوب وکړي. په دې سربېره، د بېلابېلو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو سیاسي او ډیپلوماټیک ملاتړ باید ترلاسه شي.
۲. ملي اجماع او ملي یووالی:
د دې نظریې بریا یوازې هغه وخت ممکنه ده چې د افغانستان ټول سیاسي، ټولنیز او کلتوري قشرونه، پرته له قومي، مذهبي او سمتي تړاوونو، د یوه ګډ هدف پر محور راټول شي. دا ملي اجماع به د یو اغېزمن او ملي حکومت جوړولو بنسټ وي او د خلکو باور به تر لاسه کړي.
۳. د ګذار/بدلون پړاو لپاره جامع نقشه جوړول:
جلاوطنۍ حکومت باید د بدلون/ګذار پړاو لپاره یوه هر اړخیزه نقشه جوړه کړي. دا نقشه باید د سیاسي اصلاحاتو، ټولنیز پرمختګ او د نوي ټولنیز تړون رامنځته کولو لپاره پراخه طرحه ولري. همدارنګه، داسې میکانیزمونه وړاندې کړي چې د تر هر عنوان لاندی د واک د انحصار مخنیوی وکړي او ټولنیز عدالت تضمین کړي، ترڅو د ټولو وګړو حقونه، پرته له مذهبي او قومي توپیرونو، رعایت شي.
۴. د وګړو د فعال ګډون پیاوړتیا:
ښځې او ځوانان، چې د ټولنې محرکه ځواکونه دي، باید په جدي توګه د جلاوطنۍ حکومت په پرېکړو کې ونډه ولري. د دوی فعاله ونډه به په ټولو حکومتي سطحو کې د دې نظریې پایداري او بریا تضمین کړي.
د جلاوطنۍ حکومت جوړولو د نظریې ګټې:
د افغانستان د آزادي ملي ګوند باور لري چې که پورته شرایط رعایت شي، دا نظریه به لاندې ګټې ولري:
۱. د نړیوال مشروعیت او سیاسي اعتبار ساتنه:
جلاوطنۍ حکومت به د افغانستان مشروع استازیتوب وکړي او د افغانستان سیاسي اعتبار یه خوندي او د نړیوال انزوا مخه به ونیسي.
۲. د ولسواکه او پراخ بنسټه جوړښت رامنځته کول:
دا حکومت کولای شي د ګذار/بدلون د پړاو لپاره زمینه برابره کړي او داسې یو باثباته دولت جوړ کړي چې د ټولو وګړو اساسي حقونه تضمین کړي او له قومي، مذهبي او سمتي تړاوونو پورته عمل وکړي.
۳. له افراطپالنې او تروریزم سره مقابله:
د نړیوال ملاتړ او سیمهییزو همکاریو په ترلاسه کولو سره، دا حکومت کولی شي د تروریزم او افراطپالنې مخه ونیسي او سیاسي واک بېرته خلکو ته وسپاري.
احتمالي ننګونې او خطرونه:
د افغانستان د آزادي ملي ګوند په ښه توګه پوهېږي چې دا نظریه له ګڼو ننګونو سره هم کیدای شي مخ شي، لکه د سیاسي څیرو/نخبهګانو ترمنځ د ملي اجماع نشتون، بهرنۍ فشارونه او د حاکم رژیم غبرګونونه. که ملي اجماع ترلاسه نه شي، ممکن دا نظریه خپل مشروعیت له لاسه ورکړي او د خلکو باور پری له منځه لاړ شي.
د افغانستان د آزادي ملي ګوند دریځ:
د افغانستان د آزادي ملي ګوند په مسوولانه توګه اعلان کوي چې یوازې هغه مهال به له دې نظریې ملاتړ وکړي، چې د ولسواکې اصول، د وګړو اساسي حقونه او ټولنیز عدالت په جدي توګه پکې رعایت شي. د دې نظریې بریا د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د خلکو له ملاتړ سره تړلې ده. دا ګوند چمتو دی چې له ټولو هغو سیاسي او ټولنیزو ځواکونو سره همکاري وکړي چې د سولې او ثبات لپاره هڅې کوي.
که ملي اجماع رامنځته نه شي او شرایط په بشپړه توګه پلي نه شي، دا نظریه به ناکامه شي او ممکن ناورین/بحران نور هم ژور شي.
پایله:
د افغانستان د آزادي ملي ګوند باور لري چې د جلاوطنۍ حکومت جوړولو نظریه، که په دقیقه توګه پلان شي، د ملي اجماع او نړیوال ملاتړ سره مل وي، کولی شي افغانستان د اوسني ناورین څخه وباسي او د یوه عادلانه، مقتدر او ولسواک حکومت جوړولو لپاره ګټور ثابت شي.
په ملي یووالي او ولسواکي ته په ژمنتیا سره، موږ کولی شو د افغانستان لپاره یو غوره راتلونکی جوړ کړو.
د افغانستان د آزادي ملي ګوند مشرتابه شورا