۲۰۲۵\۱\۲۳

د افغانستان د ازادۍ ملي ګوند د جرمونو نړیوالې محکمې د پریکړې چې پر اساس یې د هغه طالب مشرانو چې په بشري جنایتونو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په ځورونې او د توکمي لږکیو په شکنجو تورن دي د نیولو حکم د صدور غوښتنه شوې هرکلی کوي.
پرته له شکه چې دا پرېکړه د عدالت د تحقق په برخه کې د تروریستي او مستبد ريژيم له خوا د قرباني شویو افغانانو له پاره لومړی ګام دی خو بسنه نه کوي.
د طالبانو استبدادي ريژيم په عمل کې ښودلې چې د بشري حقونو سېستماتیک حذف او تر پښو لاندې کولو اهداف مخ ته وړي.ددې له پاره چې د بشري حقونو د نقض له پراېښېدو مخ نیوی وشي ضروي او لازمي خبره ده ددې ریژيم ټول مشران ځواب ورکولو ته چمتو کړلی شي.
د افغانستان د ازادۍ ملي ګوند د جرمونو د نړیوالې محکمې له دې امله چې د طالبانو د ډلې ټول رهبران، مسولان او اجرایوي مشران د جنستي تبعیض، د سیاسي ازادۍ د سلب او د افغانانو د اساسي حقوقو د پایمال کولو په برخه کې ځواب ورکولو ته چمتو کوي د قدر په سترګه ګوري او دکورنيو او ددې ترخو پیښو عیني شاهدانو میړانه ستايي.
د افغانستان د ازادۍ ملي ګوند له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې له دغه انساني او اخلاقي بهیره په کلکه ملاتړ وکړي او دجرمونو نړیوالې محکمې سره د عدالت دپلي کولو په برخه کې پوره همکاري وکړي.

د افغانستان د ازادۍ ملي ګوند